د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پېنډۍ سره نېږدې ټرافیکي پېښې ۱۴ کسان وژلي


د پنجاب صوبې راولپېنډۍ کې پر موټروې له چکري انټرچېنج سره نېږدې د مسافرو يو ګاډی او ټرالر ټکر خوړلی چې لږ تر لږه ۱۴ کسان یې وژلي او پينځه نور ژوبل دي.

د موټروې پوليسو وياند په جاري شوي بيان کې راغلي چې په وژل شویو کې څلور ماشومان هم شامل دي. ژوبل کسان د پېنډۍ سي اېم اېچ روغتون او د اسلام اباد پیمز روغتون ته رسول شوي دي.

د بيان له مخې پېښه د بس ډرايور د ويدېدو له کبله شوې ده.

XS
SM
MD
LG