د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اهل حدیث جماعت د مظاهرو دړکه کړې


په بلوچستان کې د اهل حديث جماعت مشرانو او سوداګرو خبرداری ورکړی چې که د دوی صوبايي مشر مولانا علي محمد تراب خوشي نه کړل شو نو د سه شنبې يا نهې په ورځ به مظاهرې پېل کړي.

د یادې ډلې مشرانو د خالي په ورځ په کوټه کې د يوې خبري غونډه پرمهال له حکومته د امنيت ټينګولو غوښتنه وکړه.

مولانا تراب د تېرې جمعې په ورځ د څو نورو کسانو سره یو ځای د کوټې هوايي ډګر سره نږدې تښتول شوی وو. تر اوسه دا نه ده معلومه چې مولانا تراب چا تښتولی؟ خو د کوټي پولیسو مشر نصیب الله خان خبریالانو ته ویلي، د مولانا تراب د موندولو هڅې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG