د ملګرو ملتونو کډوالو اداره وايي، شاوخوا دوه لکه اویا زره ۲۷۰۰۰۰زره روهینجیا مسلمانانو په برما کې تېره میاشت د تشدد رامنځ ته کېدو راهیسې ګاونډي هېواد بنګله دیش ته کډې کړي دي.
د دغه شمېر تایید د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې مشرې ویوین ټين د ستمبر پر اتمه وکړ.
دا شمېر تر هغې کافي زیات دې چې یوه ورځ مخکې هم دغه ادارې د یوې اندازې له مخې ښودلې و.
مخکې ادارې ویلي ول چې شاو خوا ۱۶۴۰۰۰ زره کسان د اګست ۲۵مې راهیسې بنګله دیش ته تللي دي.
اغلې ټین وویل د دغو کسانو په شمېر کې زیاتوالې له سرحدي سیمې سره نږدې په هغو علاقو کې شوی دی چې اداره ورباندې خبر شوی ده.
هغې وویل په زیات شمېر کې د خلکو کډې د اندېښنې خبره ده او باېد چې په چټکه ګامونه واخیستل شي.
هغې زیاته کړه چې په برما کې اوسني حالات په سمدستي ډول توجه غواړي.
په برما کې تشدد په نړیواله کچه غبرګون راپارولې دې.
په دې ترڅ کې د روهینجیا له مسلمانانو سره د یووالي ښودلو او د هغوی د وژنې خلاف د پاکستان په بیل بیلو برخو کې د جمعې پر ورځ احتجاجي مظاهرې هم شوي دي.
روهینجیا مهاجرین پر امنیتي ځواکونو د تشدد او د دوی د کورونو سوځولو تور لګوي.
حکومت وايي د روهینجیا وسله والو د تېرې میاشتې برید خلاف کاروايي کوي چې پر پولیسو یې کړې و.