د لاسرسي ځای

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د څلورو مهمو وسله والو د پانسۍ د سزا تایید کړی دی.

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو څانګې ای ایس پي ار د جمعې پر ورځ په بیان کې ویلي دغو کسانو ته د پانسي سزا پوځي عدالتونه اورولې وه.

په سزا وارو کسانو د ترهګري، د بې ګناه انسانو وژنې تر څنګ د پاکستان پر پوځ او امنیتي ادارو د بریدونو تورونه ول.

د دې سربیره ۲۳ نورو سزا وارو کسانو ته پوځي عدالتونو د قید سزاګانې هم ورکړې.

بلخوا د اي ایس پي ار لخوا د جاري شوې بیان له مخې هم تېره ورځ په راولپندۍ کې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په مشرۍ کې د کور کمانډرانو غونډه وشوه چې پکې د وسله والو پر ضد د روان رد ال فساد عملیاتو جاج واخیستل شو او د هیواد دننه او بهر پر امنیتي صورتحال خبرې وشوې.

XS
SM
MD
LG