د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کریبیین کې توپان ۲۰ تنه وژلي


د جمعې پر ورځ ناوخته د ایرما په نوم توپان کچه یو وارې بیا تر پنځه درجې لوړه شوې ده.

دا مهال دغې توپان په کریبیین کې تباه کړې او په دې سیمه کې یې تر ۲۰ زیات کسان مړه کړي دي.

یو وارې بیا قوي شوې دغه توفان د امریکا فلوریډا ریاست جنوبي برخې ته د ۲۵۷ کلومیټره في ګنټه رفتار باندې رسېدلې او د هغې وروسته یو بل توفان هم ریاست ته مخه کړې ده.

دا لومړی ځل دې چې په کیوبا کې د پنځمې درجې توفان راغلی دی.

په زرګونو کسانو په کریبیین کې د خوندي ځایونو په تکل کډې کړي دي.

د فلوریډا ګورنر ریک سکاټ د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې دغه ریاست ته تر توپان رسېدو مخکې خوندي ځایونو ته کډې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG