د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میدان وردګو کې پوځي عملیاتو لسګونه وسله وال وژلي


د میدان وردګو امنیتي چارواکي وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې په عملیاتو کې له ۱۰۰ زیات وسله وال وژلي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند نقیب الله امیني بېګا مشال راډیو ته وویل، په وژل شویو کې د طالبانو یو شمېر لوړ پوړي قومندانان هم شامل دي خو نومونه یې وا نه خېستل.

ده وویل، دا ۱۰۸ وسله وال په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې وژل شوي دي.

امیني زیاته کړه چې دا عملیات په نرخ، سید اباد، جغتو او دای میرداد ولسوالیو کې شوي دي.

وسله والو طالبانو د نوموړي د دې دعوې په اړه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG