د لاسرسي ځای

د خیبر پښتونخوا حکومت د سرکاري بانک خیبر د مشر شمس القیوم د لرې کولو منظوري ورکړه.

دا پریکړه د چارشنبې پر ورځ د وزیراعلی پروېز خټک په مشرۍ کې د صوبايي کابینې د غونډې پر مهال شوې ده.

د بانک اف خیبر منیجنګ ډایرکټر شمس القیوم یو نیم کال وړاندې د صوبې د خزانې پر وزیر مظفر سید تورونه لګولي وو چې ګواکې درغلۍ یې کړي او د نوموړي بانک په چارو کې مداخله کوي.

د خیبر پښتونخوا په حکومت کې شامل جماعت اسلامي ګوند له واکمن تحریک انصاف غوښتنه کوله چې د بانک اف خیبر مشر دې لرې کړل شي.

جماعت اسلامي د خیبر پښتونخوا په کابینه کې درې وزیران لري چې یو پکې د خزانې وزیر مظفر سید هم دی، پر چا چې شمس القیوم تورونه پورې کړي وو. خو د خیبر پښتونخوا حکومت وايي د بانک اف خیبر مشر یې د د چا د فشار له وجې نه بلکې په دې وجه له کاره لرې کړی چې د خپلې عهدې نه ناوړه ګټه پورته کړې ده.

XS
SM
MD
LG