د لاسرسي ځای

تازه خبر

میانمار کې تاوتریخوالي په زرګونه مسلمانان بې کوره کړي


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي د میانمار (برما) له راخین ایالته نېږدې درې اویا زره مسلمانانو له تاوتریخوالي خپل کورونه پرېښي او کډې یې کړي دي.

په سیمه کې د ملګرو ملتونو کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ ویاندې وایویان تان په یکشنبه ویلي چې دغه مسلمانان د اګست له ۲۵مې د پیل شوي تازه تاوتریخوالي په سبب بنګله‎دېش ته اوښتي دي.

پوځي چارواکیو ویلي، د برما په دې سیمه کې په یوازې څو وروستیو ورځو کې ۴۰۰ کسان چې اکثر یې د دوی په خبره وسله‎وال مخالفین و په نښتو کې وژل شوي دي.

خو د روهینجا مسلمان کډوال وايي، امنیتيو ځواکونو او بودايي راهبانو په عامو خلکو حملې کړې دي، د هغوی کورونه‌ یې سوځولي او له راخین ایالته یې وتلو ته اړ کړي دي.

د میانمار له راخین ایالت نه درې اویا زره مسلمانان د تاوتریخوالي په سبب له خپلو سیمو نه کډه کولو ته اړ شوي دي.
د میانمار له راخین ایالت نه درې اویا زره مسلمانان د تاوتریخوالي په سبب له خپلو سیمو نه کډه کولو ته اړ شوي دي.

په نیویارک کې مېشته د بشري حقونو څار ډلې د سټلایټ په واسطه د برما له دې لانجمنې برخې انځورونه اخېستي چې د روهینجا​ په یوازې یوه کلي کې ۷۰۰ کورونه سوځول شوي دي.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګڼو فعالانو چې په برما کې د حکومت له‎خوا له روهینجا مسلمانانو سره په تاوتریخوالي غوسه دي د میانمار له مشرې انګ سان سوچي غواړي چې د سولې نوبل جایزه بیرته وسپاري.

انګ سان سوچي له ۱۹۸۹ نه تر ۲۰۱۰ میلادي کال پورې ډېر وخت په کورني نظربند کې تېر کړل چې له همدې امله ورته د سولې نوبل جایزه هم ورکړل شوه.

روېټرز خبري اژانس په راخین ایالت کې د وروستیو لانجو په اړه د دوه ډلو خلکو جلا جلا نظرونه راخېستي دي.

یوه هغه ډله زده کوونکي دي چې د میانمار پر دولت غږ کوي چې په راخین ایالت کې دې د لانجو هوارولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي او د ځايي خلکو ژوند خوندي کړي.

بله ډله بیا په اندونیزیا کې سره ټوله شوې او دروهینجا په مسلمانانو باندې د روان تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره یې غږ اوچت کړی دی.

د میانمار په سوداګریزه پلازمېنه یانګون کې نېږدې سلو تنو زده کوونکیو په دا وروستیو څو ورځو کې د وژل شویو خلکو په یاد شمعې روښانه کړې او له دولته‌ یې د سختو ګامونو اخېستلو غوښتنه وکړه.

په برما کې پوځي چارواکي او د روهینجا وسله‎وال دواړه یو بل د عامو خلکو په وژنه او جنایتونو تورنوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي هم په میانمار کې د وروستیو لانجو په اړه سخته اندېښنه ښودلې ده.

انتونیو ګوترس وړمه ورځ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي:

"د میانمار په راخین ایالت کې د پوځي عملیاتو په لړ کې د تاوتریخوالي د راپورونو په اړه اندېښنه لرم. هلته د وضعیت د لا زیات کړکېچنېدلو مخنیوی، د خلکو خونديکولو او د بشري مرستو رسولو جدي اړتیا ده."

د اسیا په دې لویه برخه کې د تر ټولو لوی اسلامي هېواد اندونیزیا اوسېدونکیو د برما مسلمانانو د ملاتړ په پار غونډې کړې دي.

د یکشنبې په ورځ د اندونیزیا د بشري حقونو فعالانو له اندونیزیا وغوښتل چې د برما د روهینجایا لږکیو مسلمانو خوندیکولو لپاره کار وکړي.

د بشري حقونو د دغو فعالانو د غونډې ترتیبوونکې توتي الاویاح وویل، نه‌ یوازې د مسلمانانو بلکې تر ظلم لاندې هرې ډلې خوندیکولو لپاره باید ټول لاسونه سره ورکړي.

"موږ به په میانمار کې د خپلو مسلمانو وروڼو او خویندو وژنې ته لاس تر زنې نه‌کېنو. که چېرې هلته یوه بله غیر مسلمانه ډله هم تر ظلم لاندې وي باید موږ ټول انساني ارزښتونو ته ژمن و اوسو. موږ دا نه‌ شو زغملی چې یوه ډله انسانان دې بله ډله ووژني."

پاکستان هم د میانمار پر حکومت ږغ کړی چې په دغه هېواد کې دې د روهینجا​مسلمانانو د حقونو خوندي کولو لپاره ضروری ګامونه پورته کړي.

د پاکستان خارجه چارو وزارت لخوا پرون خپره شوې خبرپاڼه وايي په میانمر یا برما کې د روهینجایا​ مسلمانانو د وژنو او بې کوره کولو رپوټونو اندیښمن کړي دي، او دې لړ کې یې د میانمار چارواکونه غوښتنه کړې په دغو وژنو کې د ککړو خلکو خلاف دې ګامونه پورته کړي.

په اندونیزیا کې د بخښنې سازمان اجرائیه رئیس عثمان حامد هم له اندونیزیا وغوښتل چې د میانمار د راخین ایالت د لانجې هواري لپاره کار وکړي او خپل کردار ادا کړي.

په راخین ایالت کې د روهینجا مسلمانانو او بودایانو ترمنځ له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې لانجو او نښتو زور اخیستی او تر دې دمه څه باندې یو لک کسان د بې‌ځایه شویو کډوالو په کمپونو کې اوسېږي.

په بنګله‎دېش کې هم روهینګیه مسلمانانو ته په ورین تندي هرکلی نه‌ کېږي بلکې هڅې شوې دي چې د هغوی د ورتګ مخه ونیول شي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG