د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوتېرېش: پر رفح باندې جګړه د نه زغملو وړ کار دی


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش (انځور له ارشيفه)
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش (انځور له ارشيفه)

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش وایي، د غزې پر جنوبي ښار رفح باندې پوځي عملیات "د نه زغملو وړ" کار دی.

ګوتېرېش د مې پر شپږمه په یوه ویډیویي پیغام کې چې د ملګرو ملتونو رسنیو خپور کړی، په غزه کې اوربند حیاتي بللی دی. نوموړې زياته کړې ده " په رفح کې ځمکنۍ جګړه به د نه زغملو وړ یو کار وي، ځکه چې دا ورانوونکي بشري عواقب لري او د سیمې پر بې ثباتۍ هم اغېز کوي."

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کړي دي چې د اسراييلو پوځ د مې پر اوومه له مصر سره نېږدې د غزه تړانګې د رفح سرحدي لارې کنټرول ترلاسه کړی دی. د اسراییلي پوځ لخوا په ځینو خپرو شويو ویډیوګانو کې ښکاري چې هغې سیمې ته د دوی یو ټانک داخلېږي.

تر دې وړاندې، د اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس ويلي ول چې اسراییلو د مې پر شپږمه ناوخته پر رفح هوایي بریدونه پیل کړي دي.

اسراییلو د غزې جنوبي ښار رفح د حماس ډلې، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، وروستی مورچل ګڼي، خو امریکا، ملګري ملتونه او نور اړخونه هلته له جګړې سره موافق نه دي.

ملګري ملتونه وایي، د غزې له جګړې بې ځایه شویو شاوخوا یو مېلیون کسانو په رفح کې پناه اخیستې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG