د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګیلا میرکل: کېدای شي چې له ترکي سره پر اړیکو غور وکړو


دا مهال د جرمني دولس وګړي په ترکي کې بنديان دي او په برلن کې چارواکي د دې کسانو نیونه د سیاسي جرم په توګه یادوي.

د جرمني وزیراعظمې انګیلا میرکل د سپټمبر پر لومړۍ نېټه ویلي، د ترکي لخوا د دوو نورو جرمنیانو تر نیولو وروسته کیدای شي چې جرمني له ترکي سره پر اړیکو غور وکړي.

د انګیلا میرکل په وینا ، ښايي د اروپايي اتحادیې او انقره ترمنځ د مزاکراتو د ځنډولو غوښتنه وکړي.

دا مهال د جرمني دولس وګړي په ترکي کې بنديان دي او په برلن کې چارواکي د دې کسانو نیونه د سیاسي جرم په توګه یادوي.

په دې نیول شوو کسانو کې د Deniz Yucel ورځپاڼې خبریال ډايې ویلټ هم شامل دی چې شاوخوا ۲۰۰ ورځې وړاندې نیول شوی دی.

په تیرو څو کالونو کې د جرمني زیاتره وګړي په ترکي کې پر دې تور نیول شوي دي چې د ولسمشر رجب طیب اردغان پرضد د تیرکال په ناکامې کودتا کې یې لاس درلود.

وزیراعظمې انګیلا میرکل په نیورمبرګ کې یوې تجارتي غونډې ته د جرمن وګړیو د بندې کولو په اړه ویلي، د دې په اند دا به سمه نه وي چې په اروپايي اتحادیه کې د شاملولو په اړه له ترکي سره نورې خبرې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG