چارواکي وايي، په دې کې زیاتره د بجلۍ تارونو غورځیدو له کبله وژل شوي دي.
بلخوا سیلاب ځپلو سیمو ته د مرستندویه کارونو لپاره پوځیان لیږل شوي دي.
د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي تیره ورځ د شاوخوا ۲۳ میلیونه ابادۍ لرونکي ښار کراچۍ کې سیلاب ځپلو سیمو ته د سرتیرو ، پیراملټري ریجنرز او بیړنیو چارو لپاره کارکونکي سامان د استولو هدایات ورکړي دي.
د کراچۍ ښاروال وسیم اختر ویلي، د سیلابونو د خطرو له وجې د ښار په شاوخوا کې د دوو سیمو خلکو ته هم د وتلو ویل شوي دي.