د لاسرسي ځای

تازه خبر

'امکان شته چې بغدادي ژوندی وي'


یوه امریکايي پوځي قومندان ویلي، امکان شته چې د اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر بغدادي ژوندی او د عراق او شام تر منځ د فرات سیند په دره (وادۍ) کې پټ وي.

د اسلامي دولت ډلې پر ضد د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف قومندان جنرال سټیفن ټاونسېنډ بېګا د ویډیويي کنوویل، دوی هره ورځ په بغدادي پسې ګرځي او فکر نه کوي چې هغه دې مړ وي.

نوموړي د ویډیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل، دوی مشخص معلومات نه لري چې بغدادي به چېرې وي خو فکر کوي چې کله اسلامي دولت ډلې د خپلو پخوانیو مرکزونو موصل، تل عفر او د رقې ځېنو برخو واک له لاسه ورکړ نو کېدای شي هغه د سختدریځې ډلې له نورو وسله والو د سیند وادۍ ته تښتېدلی وي.

ده وویل، که بغدادي یې وموند نو فکر کوي چې هغه به ووژني.

په جون کې د روسیې پوځ ویلي ول د بغدادي د وژنې د خبرونو پخلي کولو هڅې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG