د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م د ولسي افغان وګړو پر وژلو اندېښنه ښودلې


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما)، روانه اوونۍ په هرات او لوګر کې په بمباریو کې د ۲۸ ملکي وګړو پر وژنې او د ۱۶ کسانو پر ژوبلېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

یوناما تېر ماښام په یوه بیان کې ویلي، د دوی ((لومړنۍ پلټنې)) ښيي چې د روانې میاشت پر ۲۸مه د هرات په شین ډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو پر ضد په هوايي بمبارۍ کې پر کورونو بمونه ولګېدل چې پکې ۱۵ ولسي وګړي ووژل شول او څلور ژوبل شول.

یوناما وايي، د روانې میاشت پر ۳۰مه د لوګر په پل علم کې په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۱۳ ولسي وګړي ووژل او ۱۲ ژوبل شول.

بیان وايي، د بریدونو ښکار شوي ټول ښځې او ماشومان ول. بیان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي او د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو له خولې وايي،په بمباریو کې د ولسي وګړو وژنه د منلو وړ نه ده او دا چې په جګړه کې ښکېلې ټولې خواوې دې خپلو مسوولیتونو ته پام وکړي.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت او افغان چارواکو ویلي، په بمباریو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې خبرونو پلټنې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG