د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حج مراسم پیل شول


حاجیانو تېره شپه په منی کې تېره کړه او نن سهار په جوپو جوپو ، پلي او سواره د عرفات غونډۍ ته ورسېدل.

حاجیانو د چارشنبې ورځ په حرام جومات کې تر لمانځه وروسته منا ته مخه کړه.

د سعودي عرب کورنیو چارو وزارت وايي، د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم په مکه کې کلک امنیت نیول نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند منصور الترکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د حاجیانو ساتنه او پالنه یې لومړنی دنده ده. د نوموړي په خبره د دې لپاره یې ۲۰ زره امنیتي ځواکونه ګمارلي دي.

عرفات غونډې هغه ځای دی چې د اسلام پیغمبر ۱۴ پیړۍ پخوا خپله وروستۍ لویه خطبه ویلې وه.

له افغانستانه سږکال ۳۰ زره کسان حج ته تللي دي چې په سلو کې ۴۵ يې ښځې دي.

په مکه کې د پاکستان حاجیانو لپاره جوړ دفتر یوه چارواکې په وینا سږ کال به یو لاکه اته اویا زره پنځه سوه یو دېرش (۱۷۸۵۳۱ ) پاکستانیان حج ادا کوي.

د سعودي عرب د حج وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال له ټولې نړۍ ۲۴ لاکه وګړي حج ادا کولو ته ورځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG