د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورنیو چارو وزارت: لوګر کې د حقاني شبکې لوړ پوړی غړی وژل شوی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په لوګر ولایت کې د پولیسو د ځانګړو قطعاتو د عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو د ۵۰ کسیزې ډلې مشر او د حقاني شبکې یو لوړ پوړی غړی وژل شوی دی.

له دغه وزارته په اعلامیه کې راغلي چې دا عملیات تېره شپه د خروار ولسوالۍ اړوند بازار کې شوي دي چې په ترڅ کې یې مولوي عبدالرحمن چې په ملاقند مشهور وو او د حقاني شبکې لوړ پوړی غړی وو، له خپلو نورو غړو سره وژل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې چې د مرکز پل علم په دشت باري سیمه کې یې د بهرنیو ځواکونو یوه هليکوپټر یې راغورځولې ده او یو شمېر بهرني ځواکونه په کې وژل شوي دي، خو د لوګر د والي ویاند دا ادعا رد کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG