د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او عراق یو داعشی نړیوال ترهګر ګرځولی


د امریکا د خزانې وزارت د سېشنبې په ورځ ویلي چې امریکا او عراق په ګډه د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر یو لوړپوړي مالي چارواکي بندیزونه لګولي دي.

د امریکا خزانې وزارت ویلي، دا کس سلیم مصطفی محمد المنصور نومېږي چې ځانګړی نړیوال ترهګر ګرځول شوی دی.

د دې بندیز له مخې به په امریکا کې د دغه کس ټولې شتمنۍ کنګلېږي او امریکايي وګړي به هېڅ اړیکې نه ورسره ساتي.

یاد وزارت وايي، سلیم مصطفی محمد المنصور په ۲۰۱۴ کال کې په موصل کې اسلامي دولت وسله والې ډلې ته د لاکونو عراقیو دینارو په لېږلو کې مرسته کړې وه او بیا یې په عراق او شام کې د را اېستل کېدونکو تېلو تر خرڅولو وروسته پیسې داعش ته لېږلې وې.

عراق هم سلیم مصطفی محمد المنصور له خپل مالي نظامه ایستلی او د هغه په واک کې موجودې ټولې شتمنۍ یې کنګل کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG