د لاسرسي ځای

تازه خبر

خ. پښتونخوا کې ډینګي ناروغانو شمېره لوړه شوې


په خېبرپښتونخوا کې د ډينګي ماشي له کبله د ناروغۍ مخنیوي څانګه وايي په دې صوبه کې د یادې ناروغۍ د متاثرینو شمیر۳۳۸۰ ته رسېدلی دی.

یادې ادارې د دوشنبې پر ورځ یو رپورټ خپور کړی چې پکې ویل شوي دا مهال د دې صوبې په سرکاري روغتونونو کې د ډينګي له وجې د ۶۴۱ ناروغانو علاج روان دی.

د دې رپورټ ترمخه تراوسه د دغې ناروغۍ له کبله لس کسان مړه شوي دي.

بلخوا د پېښور ضلعې انتظامیې په ښار او ګیر چاپیره سیمو کې د دفعه ۱۴۴ لاندې د لامبلو په ځایونو بندیز لګولی او ویلي یې دي چې د کومو خلکو له کورنو سره نزدې د اوبو ډنډونه وي او یا په ورکشاپونو کې د ګاډو په سامانونو کې اوبه جمع شوي وي نو د هغوي پر ضد به ګامونه پورته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG