د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د امریکا ضد لاریونونه


د پاکستان په شمال لوېديځ کې نن دوشنبه ګڼو کسانو د امريکايي ولسمشر د هغو څرګندونو پرضد لاریونونه وکړل چې ويلي يې دي، پاکستان سختدريځو ډلو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

مظاهره چيانو د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور، سوات، مومندو، باجوړ او په قبايلي سيمه خيبر کې د امريکا پرضد نارې ووهلې.

د دغو مظاهرو رهبري تر ډېره د جماعت اسلامي او جمعيت علماى اسلام مذهبي ډلو کوله.

د يکشنبې په ورځ په بندري ښار کراچۍ کې پوليسو د امريکا ضد مظاهرو د تيت او پرک کولو لپاره له اوښکو بهاوونکي ګېس و او کوتکونو څخه کار واخېست.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جنوبي اسيا او افغانستان په باب د امريکا د نوې ستراتيژۍ د اعلان پر مهال پاکستان تورن کړ چې ترهګرو ډلو ته يې په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG