د خیبر پښتونخوا د صحت وزیر شهرام ترکی وايي، په پېښور کې یې له ډینګي ناروغۍ اغېزمن شوي څلور زره کورونه صفا کړي دي.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ ناوخته په پېښور کې خبري غونډې ته وویل چې پر یاده ناروغي د مکمل قابو موندلو هلې ځلې روانې دي.
په تېرو دوو اونیو کې د پېښور روغتونو ته تر اته سوه زیات ناروغان ور وړل شوي دي.