د لاسرسي ځای

تازه خبر

'طالبان باید امن خپل کړي'


په افغانستان کې د امریکايي او نړیوالو ځواکونو عمومي کومندان جنرال جان نیکولسن وايي،د ولسمشر ډونلډ ترمپ نوې تګلاره په افغانستان کې د کرارۍ له رامنځ ته کولو سره د امریکا ژمنتیا په ډاګه کوي.

جنرال جان نیکولسن دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له خبریالانو سره د خبرو اترو پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي چې دوی به په افغانستان کې ځکه ناکامه نه شي چې له هم دې سره د امریکا خپل ملي امنیت هم تړلی دی.

جنرال جان نیکولسن پر طالبانو ږغ کړی چې د سولې خبرو اترو ته حاضر شي هغه ځکه چې د ده په وینا،د جګړې په ډګر کې نشي بریالي کېدای.

نوموړي دا هم ویلي چې په افغانستان او هر ځای کې به د اسلامي دولت وسله والې ډلې ملګري وځپي.

جنرال جان نیکولسن ویلي،امریکا او ناټو اتحادیان به یې د افغان ځواکونو روزنه پراخه کړي او هم به د افغانستان هوايي او ځانګړي ځواکونه زیات کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG