د لاسرسي ځای

تازه خبر

شپږ کروړه پاکستانیان زهرجنې اوبه څښي


د صحت نړیوالې ادارې په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې په پاکستان کې په اوبو کې د زهریلا مادې د موجودګۍ له کبله د شپږ کروړه خلکو ژوند له خطر سره مخامخ دي.

د ډبلیو ایچ او دغه راپور چې په ساینس ایډوانس نومې مجله کې خپور شوی دی وايي چې د صحت نړیوالې ادارې په پاکستان کې د اوبو د ۱۲۰۰ ډېرې نمونې راټولې کړي دي او په هغې د څیړنو وروسته ورته مالومه شوې ده چې د هېواد په مشرقي برخو او د سیند دریاب په میداني سیمو کې په اوبو کې د سنکهیا په نوم زهرجنه ماده موجوده ده.

د څیړنې په بنیاد ویل شوي دي چې د دغه زهریلا اوبو د څښلو په نتیجه کې د پوستکي له ناروغیو سره سره د سرطان او د زړه ناروغیانې هم لګېدلای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG