د پاکستان جماعت اسلامي ګوند اعلان کړی چې د قبايلي سيمو په خېبر پښتونخوا صوبه کې د شاملولو لپاره به له پېښوره تر اسلام اباده لاريون کوي.
د سېشنبې پر مازیګر په پېښور کې د ګورنر کور مخې ته د يوې مظاهرې پر مهال د ګوند مشرانو د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې له فاټا دې اېف سي ار قانون ختم کړل شي او دغه سيمې دې په خېبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي.
د دوی په وينا د همدې مقصد لپاره به د راتلونکې (سپټمبر) مياشتې پر ۲۵مه نېټه له پېښوره تر اسلام اباده لانګ مارچ کوي.
په فاټا کې د جماعت اسلامي ځايي مشر سردار خان په دې اړه تېره ورځ مشال راډیو ته وويل چې د پرونۍ مظاهرې په شان به د فاټا مدني فعالان، زده کوونکي او وکيلان هم له دوی سره په لانګ مارچ کې ګډون کوي.