د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سپېن پولیس وايي د بارسلونا برید ګر یې وژلی دی


د سپین پولیسو د دې خبرې پخلی کړی دی چې په بارسلونا کې پر خلکو د ګاډي خيژولو په پېښه کې مشکوک تن یونس ابو یعقوب یې په ډزو وژلی دی.

د کېټلان سیمه ییزو پولیسو پر ټولنیزه رسنۍ ټویټر په یو خپاره کړي پیغام کې ویلي چې ابو یعقوب یې د دوشنبې په ماسپښین د بارسلونا لویدیځ اړخ ته سیبیرټس ښارګوټي کې وژلی دی.

له دې وړاندې پولیسو ویلي وو چې په یاد ښار ګوټي کې یې یو تن وژلی چې ظاهراً یو خودکش جېکټ یې اغوستی وو.

د بارسلونا د ۱۷م اګست د برید وروسته د ابو یعقوب د لټون لپاره پراخ عملیات پیل شوي وو.

په یاده پېښه کې ۱۳ کسان وژل شوي او له ۱۲۰ زیات ژوبل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG