د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هسپانیې پولیس د یوه مراکشي د نیولو په لټه کې دي


د هسپانیې پولیس د هغه مراکشي کس د نیولو په لټه کې دي چې ګمان کېږي د بارسلونا ښار د وروستۍ ترورېستي حملې او د هسپانیې په یوه ساحل کې د یوې بلې حملې یو عامل دی.

د هسپانیې پولیسو ویلي، امکان لري چې ۲۲ کلن مراکشی حمله کوونکی یونس ابو یعقوب تر حملې وروسته فرانسې ته تښتېدلی وي.

د جمعې په ورځ په کمبرلیس مشهوره تورېستي سیمه کې یوه حمله کوونکي په خپل موټر خلک ووهل چې یوه ښځه‌یې ووژله او شپږ نور یې ژوبل کړل.

تر دې پېښې وروسته پولیسو پنځه مشکوک کسان چې ویل کېږي ترورېستان و، وژلي او څلور تنه نور یې نیولي دي.

په بارسلونا کې هم د حمله کوونکي له‌خوا خلک په موټر ووهل شول چې په نتیجه کې یې ۱۳ کسانو ساه ورکړه.

د هسپانیې پولیسو پرون په ټویټرپاڼه لیکلي چې د هغوی په باور حمله کوونکو له میاشتو راهیسې په الکانار ښار کې ترورېستي حملې پلان کړې وې.

د بارسلونا تر حملې وروسته دوه حمله کوونکي په همدې الکانار سیمه کې په یوه چاودنه کې وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG