د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږ کال نږدې دوه لکه پاکستانیان د حج مراسم پر ځای کوي


د سعودي عرب په مکه ښار کې د پاکستاني حاجیانو لپاره د جوړ مرکز یو چارواکي د خالي په ورځ ويلي دي چې سږ کال به يو لک او نهه اويا زرو پورې پاکستانيان د حج مراسم پر ځای کوي.

په مکه کې د پاکستان د حج د پروګرام چارواکي امتیاز حسین شاه بيګا مشال راډيو ته وويل چې تر اوسه پورې یو لک او څلیريشت زره پاکستاني حاجيان مکې او مدینې ښارونو ته رسيدلي دي او نور به د اګست ۲۶مې نيټي پورې ورسيږي.

نوموړي وويل چې له ۲۴ جولای نه تر اوسه پورې ۲۲ پاکستانیان د ځينوناروغيو له وجې مړه شوي دي.

امتیازحسین شا د پاکستاني حاجيانو لپاره د انتظاماتو په اړه وويل چې په مکه کې ۱۹۴ ودانۍ او د حاجيانو تګ راتګ لپاره څه د پاسه ۵۰۰ بسونه په کرایه نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG