د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرزا اولنګ کې د وژل شویو کسانو مړي سرپل ښار ته انتقال شوي


په افغانستان کې د هغو ۵۲ کسانو مړي د چارشنبې پر مازیګر سرپل ښار ته انتقال شول چې وسله والو له خوا د صیاد ولسوالۍ په میرزاولنګ سیمه کې په ډله ایزه توګه وژل شوي وو.

افغان امنیتي ځواکونو د دې سیمې له بیا نیولو وروسته دا مړي په ډله ایزو قبرونو کې موندلي دي.

يو افغان امنيتي چارواکي حسیب الله قریشي پرون رسنيو ته وويل چې، په وژل شویو کسانو کې ماشومان او سپین ږېري هم شامل دي چې په ډېره بې رحمۍ سره وژل شوي.

د میرزاولنګ سیمه دوه اونۍ مخکې وسله والو طالبانو ونیوله او ویل کېږي چې وسله والو په کې ولسي خلک په ډله ایزه توګه وژلي دي.

ټاکل شوې د دې پېښې قربانیانو مړي نن په سرپل کې خاورو ته وسپارل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG