د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د نشيي موادو په ځینو جرمونو کې د مرګ سزا ختمه کړه


د ایران پارلمان د مخدره موادو د ځینو سرغړونو په صورت کې د اعدام ( پانسۍ ) سزا ختمه کړېده. له دې سره په زرګونو هغه کسان چې د اعدام له سزاګانو سره مخ دي ژغورل کېدای شي.

د پارلمان د ویبپاڼې او د اېسنا خبري اژانس له قوله، د مخدره موادو د قاچاق په اړه د دغو اصلاحاتو له ډېرې مودې راهیسې تمه کېده چې د یوې میتاشتې بحث نه پس یې د اګست په ۱۳ مه منظوري ورکړل شوه.

دا قانون لا هم د هیواد د پیاوړي مذهبي شورا ، د ساتونکو شورا او د ولسمشر نه تصویبیدو ته اړتیا لري.

د نوي قانون ترمخې یواځې لوی قاچاقبران، د وسلو کاروباریان او هغه کسان چې د ۵۰ کیلوګرامو نه د زیاتو افیمو او یا هم د دوو کیلوګرامو نه د زیاتو هیروینو په قاچاق محکوم شوي وي د اعدام د سزا سره مخ کېدای شي.

تر دې د کمې اندازې په سرغړونو تر دېرشو کلونو پورې د بند سزا مقرره شوې ده. تر دې وړاندې هغه چا ته د مرګ سزا ورکول کېدای شوه چې ۲۰ کیلوګرامه افیم او یا ۳۰ ګرامه هیروین به یې قاچاقول. که نوی قانون منظور شو نو له ۵۰۰۰ زیات هغه کسان به د مرګ له سزاګانو بچ شي چې دا مهال د مرګ سزا ته انتظار باسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG