د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اوکراین کې ۹۹ کسان ډوب شوي


د یو کراین چارواکي وايي په تېره یوه اونۍ کې لږ تر لږه ۹۹ کسان چې د سختې ګرمۍ له وجې یې په سیندونو، سواحلو او د تورې بحیرې په اوبو کې لامبل ډوب شوي دي.

د بیړنیو حالاتو ملي ادارې د دوشنبې پر ورځ په یو بیان کې ویلي چې له دغو تازه شمېرو سره په روان کال کې په ورته ډول د ډوب شویو کسانو شمېره ۶۸۵ ته پورته شوې چې پکې ۷۰ ماشومان هم شامل دي.

په تېره یوه اونۍ کې د یوکراین په مرکز کیف کې د تودوخې درجه د سانټي ګریټ په حساب د دیرشو او پنځه دیرشو ترمنځ وه.

د نوموړې ادارې لخوا په خپور شوي بیان کې دا هم ویل شوي چې په روان کال کې ۴۸۴ کسان چې د ډوبیدو له خطر سره مخ وو، ژغورل شوي هم دي چې پکې ۱۰۴ ماشومان هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG