د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د وکیلانو کاربندېز لا هم دوام لري


د بلوچستان په سرښار کوټه او نورو ښارونو کې نن (سېشنبه) په دوهمه ورځ هم د وکیلانو کاربندېز دوام لري.

پروسږکال په همدې ورځ پر وکیلانو ترسره شوې ځانمرګې حمله کې تر ۷۰ پورې کسان وژل شوي وو چې ډېری يې وکيلان ول.

د بلوچستان وکیلانو له پرونه راهیسې کاربندیز اعلان کړی چې سبا به هم دوام وکړي.

د بلوچستان وکیلان وايي د تېر کال خونړۍ پېښې په یاده صوبه کې د قانون پوهانو او مدافع وکیلانو یوه لویه تشه رامنځ ته کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG