د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د امریکا انتخاباتو کې لاسوهنه جدي پېښه وه'


د امریکا بهرنیو چارو وزير رکس ټېلرسن نن د دوشنبې په ورځ د فیلیپین په پلازمېنه مانيلا کې د سيمه‎ییز فورم په څنډه کې د روسیې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره د ليدو پر مهال ټينګار کړی چې د امریکا په انتخاباتو کې لاسوهنه يوه جدي پېښه وه.

ټېلرسن وايي، ده هڅه وکړه څو لاوروف پوه کړي چې د امريکا په انتخاباتو کې لاسوهنه څومره جدي پېښه وه او د امریکا او امریکا د خلکو او روسيې د خلکو ترمنځ‌يې څومره لويه بې‌باوري رامنځته کړه او د دې وضعيت د مخنیوي لپاره يوه حل ته اړتيا شته.

دغه لوړپوړي ‌امریکايي ډیپلومات لاوروف ته خبرداری ورکړی چې د امریکا حکومت د کرملېن د هغې پرېکړې په اړه هم فکر کوي چې په مسکو کې د امریکايي ډیپلوماتيک مأموریت د کمولو امر يې کړی دی.

کرملېن دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې امریکا پر روسیې نوي اقتصادي بنديزونه ولګول.

ده له لاوروف څخه د مسکو د دغې پرېکړې په اړه ځیني وضاحتي پوښتنې کړي او خپل روسي سيال ته‌یې خبرداری ورکړی چې واشنګټن به دغه اقدام ته د سپټمبر تر لومړۍ نېټې عکس‌العمل وښيي.

خو ټېلرسن ويلي چې امریکا به له مسکو سره د اړيکو لپاره کار وکړي او دا ګټوره نه‎ده چې د یوې مسئلې په خاطر دې ټول روابط قطع شي.

  • د ټېلرسن خبرو ته لاوروف څه ځواب ويلی دی؟

ټېلرسن خبريالانو ته وويل چې لاوروف داسې څرګنده کړه چې د اوکراین د اړوندو مسايلو په اړه پرمختګ غواړي.

امريکا او اروپايي اتحاديې وروسته له هغه پر روسیې بنديزونه ولګول چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په مارچ مياشت کې يې د کريميا ټاپو وزمه له اوکراينه جلا کړه او د اوکراین په ختيځ کې يې د جلا غوښتونکو ملاتړ جاري وساته.

څو ساعته وروسته لاوروف وويل چې د ده امریکايي سيال تيار دی څو له روسيې سره پر جدي مسايلو مذاکراتو ته دوام ورکړي که څه هم د امریکا د نويو بنديزونو له کبله دوه اړخیزې اړيکې ترینګلې شوې دي.

لاوروف وويل چې مذاکرات هېڅ بديل نه‎لري.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرې پنجشنبې په ورځ پر خپله ټويټرپاڼه ولیکل چې د واشنګټن او مسکو اړيکې تر بل هر وخت تر خطرناکه بريده خرابې شوې دي.

دا خبرې يوه ورځ وروسته له هغه وې چې د روسيې صدراعظم دمیتري مدودف وويل چې د دغو بنديزونو نتيجه د روسیې پر وړاندې په سوداګريزه جګړه تمامېدای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG