د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان وايي د ترهګرۍ ضد هوډ یې نه شي اغیزمنېدلی

AFGHANISTAN -- Security force member stands over a military car before leaving the site of a suicide attack followed by a clash between Afghan forces and insurgents after an attack on Iraq embassy in Kabul, Afghanistan, July 31, 2017.

په کابل کې د عراق پر سفارتخانې د جولایي ۳۱مې برید وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل عراقي سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې ډاډ ورکړی چې دا ډول بریدونه د کابل او بغداد د ترهګري ضد ګډ هوډ نشې ماتولای .

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت لخوا پرون په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني خپل عراقي سیال ابراهیم جعفري ته ویلي چې د دې هیواد سفارتکاران محفوظه دي .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي،د عراق پر سفارتخانې د ګل د ورځې برید کې د یوې ښځې په ګډون دوه عام وګړي وژل شوي او د دوه امنیتي ساتونکو په شمول درې کسان زخیمان شوي دي.

د برید پر مهال څلور واړه برید کونکي چې داعش ډلې ویلي د دوی وسله وال ول ،هم وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG