د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جرمني په کلب کې ډزې، یو کس وژل شوی


د جرمني پولیس وايي، د هېواد په جنوبي ښار کونستانڅ کې د موسیقۍ په یوه کلب کې د ډزو پېښه شوې چې پکې د وسله وال په ګډون وژل شوي او یو شمېر ژوبل دي.

پولیسو د یکشنبې پر ورځ وویل، ۳۴ کلن سړی د شنبې یا خالي پر شپه په کلب کې یو کس په ډزو وواژه او څلور یې ژوبل کړل.

د دوی په خبره، د پولیسو په ډزو کې دا کس ژوبل شو او بیا په روغتون کې ومړ. پولیس وايي، دا کس عراقی وو، پناه غوښتونکی نه وو او له اوږدې مودې راهیسې په جرمني کې اوسېده.

د پولیسو یوه ویاند وویل، دوی لا هم څېړنې کوي چې روښانه کړي چې دې کس ولې حمله وکړه.

ویاند البته زیاته کړه چې د خالي پر ماښام د موسیقۍ له کلب سره نېږدې حالات ښيي چې دا ((له ترهګرۍ سره تړلې)) پېښه نه وه.

د جولای پر ۲۸مه په همبورګ کې یو ۲۸ کلن کډوال یو کس په چاقو وواژه او شپږ یې ژوبل کړل. جرمن چارواکي وايي، کډوال یې پخوا د سختدریځه افکارو لپاره پېژنده خو خبر نه ول چې هغه به برید کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG