د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جرمني کې یو کس په چړو وژل شوی


د جرمني پوليس وايي چې په متحده عربي اماراتو کې زېږدلي يو کس د جمعې پر ورځ د دغه هېواد د همبورګ ښار په يو سپر مارکيټ کې پر خلکو د چړو ګزاراونه کړي دي چې پکې يو کس وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي دي.

عيني شاهدان وايي چې دغه ۲۶ کلن کس پر خلکو د چړو ګزارونه کولو او د الله اکبر نعرې وهلې خو خلکو ونيول او پوليس ته یې وسپارل.

بلخوا يو جرمن اخبار وايي چې دغه کس مسلمان دی او امنيتي ادارو د سختدريځه فکر له وجې له مخکې پيژندو.

د جرمني ډي پي ای خبري اژانس وايي چې د هغو ثبوتونو په اړه پلټنې کوي چې ګوندې دغه کس له وهابي طرز فکر خلکو سره اړيکې لري.

پولس وايي وژل شوی کس ۵۰ کلن یو جرمنی وو.

XS
SM
MD
LG