د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تېر یوه کال کې په فاټا کې پولیو څوک نه دي وهلي


چارواکي وایي په قبایلي سیمو کې له تیر یوه کاله راهیسې د پولیو وایرس یو ماشوم هم نه دی ځپلی او په ټولو ایجنسیو کې د پولیو پر ضد کمپاین په سمه توګه سر ته رسېدلی دی.

د فاټا سیکرټیریټ د پولیو د مخ نیوي څانګې یو چارواکي حامد مومند د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په فاټا کې د پولیو اخیري کیس تیرکال د جولایي پر اووه ویشتمه نیټه مخې ته راغلی وو.

بل خوا په پیښور کې د ماشومانو د خیر ښیګړې د ادرې یونیسیف چارواکي وايي چې په خیبر پښتونخوا کې هم روان کال ماشومان د پولیو د وایرس نه خوندي پاتې شوي دي خو د پولیو وایرس اوس هم موجود دی او باید په دغه اړه د احتیاط نه کار واخستل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG