د پکتیا امنیه قوماندان جنرال توریالی عبدیاني وايي چې ولسوالۍ سقوط نه دی کړی او شدیده جګړه روانه ده.
خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې د ښار دولتي ځایونو او ولسوالي واک د وسله والو طالبانو په لاس کې دی.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې ولسوالۍ کې یې لسګونه پولیس وژلي او زخمي کړي دي. خو افغان چارواکي دا خبره ردوي.
بل پلو د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د البرز ۹ په نوم د افغان ګډو ځواکونو عملیات پیل شوې دي.
د مرکزي بغلان ولسوال ګوهرخان بابري نن مشال راډیو ته وویل چې دغه عملیات د کندز– بغلان د لويې لارې امنیت ټينګښت په هدف ترسره کیږي.
نوموړي وویل چې یاد عملیات تیره شپه ناوخته پیل شول او دامهال په سېمه کې جګړه روانه ده.
د مرکزي بغلان ولسوال وویل چې په دغو عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو تراوسه وسله والو طالبانو پدې اړه څه ندي ویلي.