سپینې ماڼۍ د دې خبرې پخلی کړی دی چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپل روسي سیال ولادمیر پوټین سره په جرمني کې دوه ځله لیده کاته کړي وو. د ډونلډ ټرمپ او ولادمیر پوټین دويم ملاقات تر دې وړاندې نه وو په ډاګه شوی.
سپینې ماڼۍ د سېشنبې په ورځ وویل ، دې مشرانو د جولايي پر اوومه نېټه تر دوه ساعته زیاته دوه اړخیزه ناسته کړې وه او بیا یې نړیوالو مشرانو ته د برابرې شوې ماښام پر ډوډۍ هم لنډې خبرې اترې کړې وې.
دا خبره لومړی د سیاسي خطرونو په اړه د یورو اسیا په نامه یو مشورتي ډلې مشر اېن بریمر په ډاګه کړې ده. هغه ویلي ، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ډوډۍ په نیمايي کې له خپلې چوکۍ پورته شو او له ولسمشر پوټین سره یې په یوازېتوب کې شاوخوا یو ساعت خبرې وکړې.
اېن بریمر ویلي ، په دې خبرو اترو کې له ولسمشر ټرمپ او ولسمشر پوټین سره یوازې د ولسمشر پوټین ترجمان ناست وو.
سپینې ماڼۍ ویلي ، امریکا ترجمان ځکه په دې خبرو کې نه وو چې هغه په روسي ژبه نه پوهېدی.