د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ترمخه جنرال قمر جاويد باجوه د چارشنبې په ورځ په پينډۍ کې د چين پاکستان اقتصادي راهدرۍ پروژې په اړه يو سيمينار ته وويل، پکار ده چې د اقتصادي راهدارۍ په ټولو اړخونو ښکاره بحث وشي.
د ده په خبره بايد ولسي ادارې او خلک له دې راهدرۍ ګټه واخلي. نوموړي زياته کړه چې پوځ به دې پروژې ته تحفظ ورکوي خو پکار ده چې نورې قامي ادارې هم په دې لړ کې خپل کردار ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې زياتره سياسي ګوندونه او پښتانه قام پرسته وايي چې د پاکستان چين اقتصادي راهداري په داسې لارو تېريږي چې ډيره ګټه يې پنجاب ته ځي. مرکزي حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې له دې پروژې به ټولو صوبه ته ګټه رسيږي.