د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او روس خپلمنځي خبرې پیلوي


د امریکا او روس لوړپوړي چارواکي د پاروونکو خپل منځي مسلو د هواري لپاره بیا خبرې اترې پیلوي.

دا اعلان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سېشنبې په ورځ کړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف پرون وویل ، که امریکا په نیویارک او مېري لېنډ کې د روس دوې سفارتي ودانۍ ورنکړې نو ماسکو به هم غچ واخلي.

دا ودانۍ د تېر کال په ډسمبر کې د امریکا د هغه وخت د ولسمشر باراک اوباما ادارې نیولې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ټام شېنن به د روانې میاشتې پر ۱۷مه نېټه د خپل روسي سیال سېرګی رېبکوف کوربه وي او تمه ده چې د خبرو اترو زیاته توجه یې د دې ودانیو د نیول کېدو له کبله د رامنځ ته شوي تاوتریخوالي هواري ته وي کومې چې روس خپل لومړیتوب ګرځولی دی.

دا خبرې اترې به تېره میاشت کېدې خو روس له هغه ورسته په ناڅاپي توګه وځنډولې چې د امریکا د خزانې وزارت په اوکراین کې د ښکېلتیا پر سر پر روس نوي بندیزونه ولګول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG