د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجکستان کې پر ږيره اوحجاب بنديز ولګېدی


د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له ولسه غوښتي چې ږیرې دې نه‎ پرېږدي او حجاب دې نه اغوندي.

نوموړي دغه څرګندونې نن (سېشنبه) په دوشنبې ښار کې په هغه غونډه کې وکړې چې د رواجونو او دودونو د قانون د جوړېدو د ۱۰ کلنې لمانځنې په اړه جوړه شوې وه. رحمان وویل، د ښځو حجاب او تورې جامې د تاجکستان له دودونو سره سمون نه خوري او لازمه نه‎ ده چې د مذهب ښودنې لپاره دې ږیره پرېښودل شي.

نوموړی چې له ۱۹۹۲م کال راهیسې پر تاجکستان واکمن دی، له خلکو وغوښتل چې له زړه دې له خدای سره مینه ولري، نه دا چې خپل صداقت په ظاهري څېزونو وښیي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG