د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني: نړیوال مشران پر مهمو مسلو بحث کوي


د نړۍ شلو سترو صنعتي هيوادونو مشران نن د جي شل سرمشریزې په دویمه ورځ د نړیوال تجارت، اقليمي بدلون، او د ترهګریزې مبارزې په اړه د جرمني په هامبرګ کې خبري اتري کوي. نن د سرمشريزې اخري ورځ ده.

پرون پداسي حال کې پولیسو هڅه وکړه چې په سړکونو تاوتریخوالي کنټرول کړي چې د نړۍ مشران سره یو ځای شوي وو او د کلاسیک موسیقی کنسرټ کې يې ګډون وکړ.

د جرمني په همبرګ ښار کې په لسګونو زرو کسانو مظاهره وکړه او ځينو په کې موتړونه وسوځلول.

په ښار کې امنيت او د مظاهرو کنټرول کولو لپاره پوليس کمانډو او تر شلو زرو پوري پوليس موجود دي.

پروني مظاهرو کې تر ۱۹ پوري کسان نيول شوی دي. امنيتي ځواکونو نن سهار په دي کې کاميابه شوی چې د ښار مهمې سيمي يې له مظاهرکونکو پاکې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG