د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډونلډ ټرمپ او ولادمير پوتين تر منځ ملاقات پېل شو


امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او روسی ولسمشر ولادمير پوتين د ملاقات پر مهال
امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او روسی ولسمشر ولادمير پوتين د ملاقات پر مهال

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه دروسي سيال ولادمير پوتين تر منځ نن د جرمني په همبورګ ښار کې ملاقات پېل شو. د دواړو مشرانو تر منځ نننی ملاقات د لویو صنعتي هېوادونو یا جي -۲۰ سرمشریزې په څنډه کې کېږي. دا تر اوسه د ټرمپ د ولسمشرۍ مودې په لومړیو شپږو میاشتو کې د ده تر ټولو مهم ملاقات بلل کېږي او دا لومړی ځل دی چې ټرمپ له پوتین سره مخامخ ګوري.

ټرمپ ويلي، له دې ملاقات څخه د واشنګټن او ماسکو تر منځ د مثبت پايلو هيلې لري. تر ملاقات وړاندې ډونلډ ټرمپ رسنيو ته ويلي وه چې له خپل روسي سيال سره ليدل د هغه لپاره د درناوي خبره ده. بلخوا ولادمير پوتين ويلي وه چې هغه خوشحاله دی چې له امريکايي ولسمشر سره ملاقات کوي.

امریکايي ولسمشر له پوتین سره د شام پر اوږدمهاله جګړې، د اوکراین پر ناحل شوې شخړې، انټرنیټي غلاو او انټرنیټي بریدونو، د شمالي کوریا د بیلېسټېک توغندیو ازموینو او د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې تفاهم ته د رسېدو په تکل دی.

امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په پرله‎ پسې ډول د مسکو په وړاندې د یوه نوي دریځ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د امریکا او روسیې ترمنځ د همکارۍ لپاره امکانات خورا زیات دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG