د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ او پوتين نن له يو بل سره ليده کاته کوي


ډونلډ ټرمپ او ولادمير پوتين
ډونلډ ټرمپ او ولادمير پوتين

ټاکل شوې چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن په همبورګ کې د لویو صنعتي هېوادونو یا جي -۲۰ سرمشریزې پر مهال له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره ګوري.

دا تر اوسه د ټرمپ د ولسمشرۍ مودې په لومړیو شپږو میاشتو کې د ده تر ټولو مهم ملاقات بلل کېږي او په لومړي ځل به له پوتین سره مخامخ ګوري چې د واشنګټن او مسکو د اړیکو د ژورېدونکي بحران هواري هڅې وکړي. امریکايي ولسمشر له پوتین سره د شام پر اوږدمهاله جګړې، د اوکراین پر ناحل شوې شخړې، انټرنیټي غلاو او انټرنیټي بریدونو، د شمالي کوریا د بیلېسټېک توغندیو ازموینو او د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې تفاهم ته د رسېدو په تکل دی.

XS
SM
MD
LG