د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب: ترافیکي حادثه، له ۴۰ زیات مړه او ژوبل


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان په پنجاب صوبه کې د مساپرو بس او ټريکټر ترمنځ په ټکر کې لږ تر لږه ۱۱ کسه وژل شوي او ۳۶ ژوبل دي.

يو ځايې پوليس چارواکي سعيد احمد ډي پي ای خبري اژانس ته ويلي،بس د کراچۍ څخه راولپنډۍ ته روان و چې د « لیا »ښار سره نږدې له موټر چلونکي بې واکه شو، له ټریکټر سره یې ټکر وکړ او بیا پر یوې ونې ورغی. د پولیسو مشر وايي دا پېښه د موټرچلونکي د تېزرفتارۍ او بې احتیاطۍ له وجې رامنځ ته شوې ده. د چارواکو په خبره د پيښې پر وخت ځينې سپرلۍ د بس پر سر هم ناستې وې.

په پاکستان کې اکثره وخت د سړکونو د خراب حالت او د موټرچلونکیو د بې احتياطۍ له وجې ترافیکي حادثې رامنځ ته کېږي. لس ورځې مخکې د پنجاب په احمد پور شرقیه سیمه کې د ټيلو ټينکر اوښتو له وجې چاودنه شوې وه چې پکې لږ تر لږه ۲۰۹ کسان وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG