د لاسرسي ځای

تازه خبر

دوشنبې کې د کاسا – زر پروژه پرانستل کېږي


تمه ده چې نن (پنجشنبه) د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د کاساـ زر پروژه پرانیستل شي.

بلخوا ټاکل شوې چې د پاکستان وزيراعظم نواز شريف به هم نن په دوشنبې کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د امنيت په ګډون يو شمير مسئلو باندې خبرې وکړي.

د تاجکستان بهرنېو چارو وزارت د چارنشبې په ورځ په يو بيان کې وويل چې د پاکستان، افغانستان او تاجکستان مشرانو ترمنځ په ياده درې اړخيزه غونډه کې به په سياسي رابطو، اقتصادي ستونزو او سيمه ييز او نړيوال امنيت ته د ورپېښو خطرو پر ضد په ګډې مبارزې خبرې وکړي.

د یادولو وړه ده چې د کاسا زر پروژې له لارې به له تاجکستان او قرغزستانه افغانستان او پاکستان ته ۱۳۰۰ مېګاواټه بجلي ورکول کېږي چې پکې۳۰۰ مېګاواټه د افغانستان او ۱۰۰۰ مېګاواټه د پاکستان لپاره ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG