د لاسرسي ځای

تازه خبر

حېدرالعبادي: د داعش خلافت مو ختم کړ


حېدر العبادي
حېدر العبادي

عراقي وزیراعظم حیدر العبادي د اسلامي دولت ډلې له خوا د تش په نوم ((خلافت)) د ختمېدو اعلان کړی دی.

د اسلامي دولت ډلې وسله والو درې کاله مخکې د موصل په هغه جومات کې خپل خلافت اعلان کړی وو چې د روانو نښتو پر مهال ویجاړ شو.

عبادي دا څرګندونې تېر مازیګر تر هغې وروسته وکړې چې د امریکا په ملاتړ عراقیو ځانګړو ځواکونو هغه وداني ونیوله چې پکې د پېړیو پخواني النوري جامع جومات کنډوالې دي.

دا جومات د اسلامي دولت ډلې وسله والو د جون پر ۲۱مه په بمونو ړنګ کړی وو.

همدا جومات وو چې پکې د ۲۰۱۴ز کال د جون پر ۲۹مه د اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر البغدادي په لومړي ځل څرګند شو او د عراق او شام په هغو سیمو کې یې خپل ((خلافت)) اعلان کړ چې دې ډلې نیولې وې. د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر تېره پنجشنبه ویلي ول چې بغدادي د روسیو الوتکو په یوه برید کې وژل شوی دی، خو د دې دعوې پخلی لا نه دی شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG