د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا، افغانستان ته د سرتېرو په لېږلو غور کوي


د امریکا دفاع وزیر جېمز مېټس وايي، تر اوسه یې افغانستان ته د استوونکیو نورو سرتېرو د کره شمېرې په باب پرېکړه نه ده کړې.

نوموړي دا خبره د سېشنبې په ورځ د ناټو له مشرانو سره د خبرو اترو لپاره جرمني ته د تګ پر وخت په الوتکه کې خبریالانو ته کړې ده.

جېمز مېټس ویلي، د پنجشبې په ورځ به په بروکسل کې د ناټو د دفاع له وزیرانو سره په غونډه کې دا مسله وڅېړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG