د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي چوکۍ ختموي


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځای ناستی ځانګړی استازی لوران میلر په اسلام اباد کې له افغان سفیر عمر زاخېلوال سره
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځای ناستی ځانګړی استازی لوران میلر په اسلام اباد کې له افغان سفیر عمر زاخېلوال سره

امریکایي ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال په یو رپوټ کې لیکلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او افغانستان لپاره د ځانګړي استازي چوکۍ ختموي

ورځپانې لیکلي دي چې له دې ګامه ورسته به د دې دواړو هیوادونو په اړه د تګلارې جوړولو لپاره له واشنګټن سره کومه کليدي څوکۍ پاتې نشي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي چوکۍ د امریکا د پخواني ولسمشر باراکاوباما په حکومت کې رامنځ ته کړل شوې وه.

رپوټ د یو شمېر پخوانیو او اوسنیو چارواکو له خولې لیکي چې د پاکستان او افغانستان لپاره ځانګړی استازی به له ننه دا چوکۍ پرېږدي.

دا پريکړه په داسې وخت کې مخې ته راغلې ده چې امریکا افغانستان ته د نورو پوځيانو استولو تياري کوي.

د امریکا د دفاع وزیر جېمز ميټس دا مهال د افغانستان او پاکستان په اړهتګلارو ته د بیا کتني د بورډ مشري کوي.

رپوټونه وايي چې امریکايي چارواکي د افغانستان او پاکستان لپاره پر داسې یو تګلاره فکر کوي چې څنګه د طالبانو او اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد جګړه تونده کړل شي.

وال سټريټ ژورنال او پولټيکو نومي اداره لیکي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي چوکۍ به په دفاع وزارت کې د جنوبي اومرکزي اسیا په اړه څانګه کې ورګډه کړل شي خو ځینې سرچینې بیا وايي چې دا مهال یاده څانګه هيڅ انتظامي سیاسی مشر نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG