د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي، د ایران یوه ډرون الوتکه يې غورځولې


پاکستاني چارواکي وايي، د دوی د هوايي ځواک الوتکې د ایران یوه ډرون الوتکه هغه مهال را غورځولې ده چې د دوی په وینا تر ډېره د پاکستان فضايي حدودو ته ور ننوتې وه.

دا خبره پاکستانیو رسنیو د سېشنبې په ماښام د داسې دوو چارواکیو له خولې کړې ده چې له رسنیو سره د خبرو اجازت نه درلودلو له کبله یې نومونه نه دي ورکړل شوي.

دوی ویلي، دا بې پیلوټه ایرانۍ الوتکه د تېرې اونۍ په پای کې د بلوچستان په جنوب لوېدیځه سیمه پنجګور کې راغورځول شوې ده.

د ایران پوځ مشر تېره میاشت ویلي ول که پاکستان په ایران کې د برید-کوونکیو سني یاغیانو مخه ونه نیسي نو ایران دې ته تیار دی چې په پاکستان کې دننه د دې وسله والو مرکزونه په نښه کړي.

پاکستان د ایران پر دې څرګندونو کلک احتجاج کړی وو.

XS
SM
MD
LG