د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټانک کې د پاکستانیو طالبانو دوه غړي وژل شوي


پاکستاني چارواکي وايي، د سېشنبې په ورځ یې د خیبر پښتونخوا ټانک سیمې ته نژدې د پاکستانیو طالبانو دوه غړي وژلي دي.

په ډېره اسماعیل خان کې د استخباراتي ادارې یو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د دې وسله والو تعلق د تحریک طالبان پاکستان د عصمت الله شاهین بېټني له ډلې سره وو.

د دې چارواکي په وینا، دا پېښه هغه مهال وشوه چې دوی په دېوانه بابا زیارت کې پر یو مورچه برید وکړ.

د پاکستان پوځ عامه اړیکو څانګې هم په یو خبرپاڼه کې د دې خبرې پخلی کړی دی.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG