د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران په شام کې پر داعشیانو توغندي ویشتلي


د ایران سپاه پاسدار انقلاب وایي، د یکشنبې په ورځ یې په شام کې د اسلامي دولت ډلې پر مرکزونو توغندیز بریدونه کړي. دوی وايي د دې برید هدف په تهران کې د داعش له خوا د ترسره شویو بریدونو غچ اخېستل وو.

دا په تېرو ۳۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې ایران له خپلې خاورې بهر راکټي برید کوي.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب پر خپله ویب‎پاڼه سپاه نیوز لیکلي چې دغه توغندي د ایران له جنوبي برخو څخه د سوریې دیر الزور ولایت په لور ویشتل شوي دي.

دیرالزور د شام شمالي برخه کې راځي.

په اعلامیه کې راغلي چې د منځني واټن ویشتونکي توغندي د ایران له کرمانشاه او کردستانه ویشتل شوي او په نتیجه کې یې ډېر شمېر د دوی په وینا ترهګر وژل شوي او ډېرې وسلې له‎منځه تللي دي.

دوی وایي، غواړي په دې ډول د هغو بریدونو غچ واخلي چې د جون پر اوومه نېټه د ایران په پلازمینه تهران کې د پارلېمان پر غړیو او د امام خمیني پر هدیره شوي ول.

۱۷ تنه په هغو بریدونو چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش یې ذمه واري منلې، وژل شوي ول.

دغه توغندي تر هغه یوڅو ساعته وروسته ویشتل شوي چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت‎الله علي خامنه‎یي پر خپله ویبپاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي ول ایران ژمن دی د خپلو قربانیانو د کورنیو د درناوي لپاره خپل دښمن وځپي.

تردې وروسته توغندي د شام د دیرالزور هغه ځایونه په نښه کړي چې سپاه پاسداران یې د ترور اډې بولي.

د ایران پر ټېلیویژن هغه تصویرونه ښودل شوي چې ښیې توغندي د شپي مهال توغول کېږي.

ایرانۍ رسنۍ راپور ورکوي چې له ۱۹۸۰څخه تر ۱۹۸۸کال پورې د ایران او عراق ترمنځ له جګړې راهیسې چې دا دی اوس یې ۳۰ کاله کېږي، دا لومړی ځل دی چې ایران له خپلې خاورې بهر هدف په راکټونو وویشت.

سپاه پاسداران انقلاب چې په تهران کې په وروستيو بریدونو کې سعودي عرب ښکیل بولي، ژمنه کړې چې له دغه هېواده به خپل غچ اخلي.

د ایران لوړ پوړو چارواکیو هم تر برید وروسته ریاض تورن کړی چې په ایران کې ترهګرې ډلې پیاوړې کوي.

ایران د شام ولسمشر بشارالاسد یو مهم ملاتړی دی او هم په لبنان کې له حزب‎الله ډلې سره مرسته کوي.

ایران و شام ته پوځي سلاکاران او هم هغه زرګونه رضاکاران د شام جګړې ته لېږلي چې د خپلو وګړو او هم په ګاونډيو هېوادونو لکه په افغانستان او پاکستان کې یې له شیعه ټولنو ګمارلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG